د لبنان دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته څېرمه دوه توغندي لګېدلي دي

د لبنان دولتي خبري اژانس وايي، دوه توغندي د بیروت په جنوب کې په هغه سیمه کې لګېدلې دي چې؛ د دفاع وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ په کې ده.

تر اوسه پورې د دې راکټونو د تلفاتو په اړه چې تیره شپه د فیضیه په سیمه کې لګیدلې کوم راپور نه دی ورکړل شوی.

دا چاودنې د توغندیو د بریدونو په هغه لړۍ کې تازه پېښې دي چې؛ په تېرو دوو میاشتو کې یې په ترڅ د پایتخت جنوب هدف ګرځول کیږي او د ګاونډي هېواد سوریې د کورنۍ جګړې مستقیم اغیز ګڼل کیږي.

تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې؛ دا توغندي به چا توغولي وي.

دا بریدونه وروسته له هغې کیږي چې؛ پرون د لبنان ولسمشر میشل سلیمان په یوه وینا کې وویل؛ د دې وخت رارسیدلی چې، د حزب الله له خوا د وسلو کارول د دولت تر کنټرول لاندې راشي، په ځانګړې توګه وروسته له هغې چې وسلې د سوریې د رژیم په ګټه له پولې اړول کیږي.