مصر به نوی زور زیاتی تجربه کړي

د مصر مشرتابه چې؛ د پوځ ملاتړ لري او پولیس ته یې د مظاهره کونکو د ځپلو امر ورکړی، داسې ښکاري چې له دې امر سره به دا هېواد نوی زور زیاتی تجربه کړي.

تر هغې وروسته چې دوه اتیا تنه د مرسي پلویان په قاهرې کې ووژل شول، د مصر کابینې پرون پولیسو ته دنده وسپارله چې؛ د مرسي د پلویانو د مظاهرو ختمولو لپاره لازم اقدام وکړي.

مصري څارنوالانو د اخوان المسلمین ګوند درې جګپوړي مشران د هغو پارونو په تور چې؛ د یو شمېر اعتراض کوونکو د وژل کېدو باعث شوې محکمې ته معرفي کړي دي.

د اخوان المسلمین دا دری واړه مشران تورن دي چې لږترلږه اته تنه اعتراض کوونکې په قاهره کې د اخوان المسلمین ګوند د دفتر مخې ته د دوی د پارونو په نتیجه کې وژل شوي دي.

په عین حال کې د وروستیو بدلونونو په وړاندې په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مصر پر موقت حکومت غږ کړی چې د سوله ییزو غونډو د جوړولو لپاره د خلکو حق ته درناوی وکړي.