د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري وايي، واشنګټن له پاکستان سره د امنيتي مسايلو په اړه ستراتيژيک ديالوګ بيا پيلوي.
کري دا اعلان په هغه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وکړ چې؛ د پاکستان د بهرينو چارو له مشاور سرتاج عزيز سره يې نن په اسلام اباد کې ترسره کړ.
کري وويل، دواړه خواوې هيله منې دي چې؛ له خپلو اړيکو تاوتريخوالي لري کړي.
په دې کې وسله والو ته په پاکستان کې خوندي ځايونه او د واشنګتن د بې پيلوته الوتکو مساله شامل دي چې؛ په پاکستان کې وسله وال په نښه کوي.
د هغو پيښو څخه چې؛ د ستراتيژيک ديالوګ يي له امله په ټپه دريدلي وو يو هم په دوه زه لومړي کال کې د پاکستان پر سرحدي سيمه د امريکايي ځواکونو حمله وه چې؛ په ترڅ کې يي څلورويشت پاکستاني عسکر ووژل شول.
سرتاج عزيز هم دا خبره تکرار کړه چې؛ اسلام اباد به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ په خبرو اترو ته د لارې هوارولو په برخه کې مرسته وکړي.
تر دې دمخه نن وختي جان کري د پاکستان له نوي صدارعظم نواز شريف سره وکتل.
جان کري نواز شريف وباله چې؛ واشنګتن ته ولاړ شي او د امريکا له ولسمشر بارک اوباما سره وويني.