ملکي تلفات، د جګړې د پای هیله له منځه وړي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د زیاتيدو په اړه یو مضمون خپور کړی او دا مساله یي له بیلا بیلو اړخونو څیړلې ده.

ورځپاڼه لیکي: د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس، په افغانستان کې د ۲۰۱۳ م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي خلکو تلفات په سلو کې ۲۳ زیات شوي او د جګړې د کمیدو هغه هیلې یي له منځه وړي چې تیرکال په دي هېواد کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په کمیدو سره له خلکو سره پیدا شوي وي.

نیویارک ټایمز لیکي:

د روان عیسوي کال د جنورۍ له میاشتې څخه تر جون میاشتې پورې د افغانستان په شخړو کې ۱۳۱۹ تنه ملکیان وژل شوي چې دا رقم تیر کال ۱۱۵۸ و.

دغه راز د افغانستان په جګړو او شخړو کې د روان عیسوي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۲۵۳۳ کسان ټپیان شوې چې تیر کال دا شمير ۱۹۷۶ و.

نیویارک ټایمز وړاندي لیکي: دا چې افغان ځواکونه په روان کال کې د جګړو مشري په غاړه اخلي، وسله وال هڅه کوې چې دغه ځواک ته سختې ضربې ورکړې ترڅو د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته پر افغان امنیتي ځواکونو د افغانانو اعتماد له منځه یوسي.

ورځپاڼه لیکي: وسله والو په کابل او نورو مهمو ښارونو کې حملې زیاتې کړې او د خلکو ژوند یي له خطر سره مخامخ کړي دي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، په افغانستان کې د سیاسي او امنیتي انتقال له امله د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې هم زیاتې شوي او په همداسې یوه حالت کې ایتلافي ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپلې اډې او پوځي مرکزونه تړلې او خپل پوځې حضور کموي.

ورځپاڼه لیکي:

طالبان په زیاتو مواردو کې د ایتلافي او افغان ځواکونو په مقابل کې د جګړو توان نه لري او د دې پرځای، په ملکي خلکو کې د بیرې او وحشت اچولو په مقصد له هدفي وژنو او بمي حملو څخه کار اخلي.

د ورځپاڼې په باور، طالبانو او نورو وسله والو د تیرکال په پرتله په ملکیانو حملې او هدفي وژنې زیاتې کړي او هغه کسان هم وژني چې؛ له حکومت سره د همکارۍ او مرستې شک ورباندې وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په همدې ګڼې کې: پنتاګون له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان ملاتړ لازم ګڼي – تر سرلیک لاندې یو بل مضمون هم خپور کړی او په یوې برخې کې یي راغلي:

په دې وروستیو اونیو کې له هغو راپورونو سره سره چې وایي، سپینه ماڼۍ په ۲۰۱۴ م کال کې له افغانستان څخه د خپلو ټولو عسکرو په ایستلو غور کوي، د امریکا دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ د ارزونې په یوه راپور کې ولیکل چې؛ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو وروسته به د دې هېواد امنیتي ځواکونه د نظر وړ بهرنیو پوځې او مالي مرستو ته اړتیا ولري.

د امریکا دفاع وزارت په دي شپږ میاشتني راپور کې چې کانګرس ته یي باید وړاندي کړي، دا هم ویل شوی چې په افغانستان کې اقتصادي او د حکومت دارۍ ستونزو ددي هیواد د اوږدې مودې پراختیاو په اړه ناهیلۍ زیاتې کړې، خو افغان حکومت دا توان لري چې د خپلې بودجې ځينې برخې پخپله پوره کړې او خلکو ته لومړني خدمتونه برابر کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي:

د امریکا دفاع وزارت په راپور کې دا خبرداری هم ورکړی چې افغان حکومت باید اداري فساد کم کړې او لیریو پرتو سیمو ته په اغیزناک ډول حکومتي واک پراخ کړي.