د راپورونو له مخې د افغانانو په ګډون د غیر قانوني کډوالو یوه بله کشتۍ هم د ترکیې په اوبو کې ډوبه شوې ده.
د ترکیې اناتولیې خبري اژانس راپور ورکړی چې؛ له دې ډلې څخه دولس کسان د دې هېواد د سمندري ځواکونو له خوا ژغورل شوي.
ترکي چارواکي وايي چې؛ په دې کډوالو کې د افغانستان، پاکستان، ایران او سوریې اتباع شامل دي. د چارواکو په وینا د دې کشتۍ د پاتې سورلۍ د موندلو لپاره عملیات روان دي.
د یوه بل خبر له مخې بیاهم په ترکیه کې د دوو مشکوکو قاچاقبرانو په ګډون دوه څلوېښت کسان چې کشتۍ یې د ترکیې په اوبو کې ماته شوې وه، ژغورل شوي دي.
د حریت ورځپاڼې د راپور له مخې د دې کشتۍ سورلۍ د افغانستان، میانمر او سوریې اتباع وو، چې ماشومان هم پکې وو.
دوه مشکوک قاچاقبران زندان ته استول شوي او د کشتۍ غیرقانوني کډوال د ترکیې حکومت له هغه هېواده اېستلي دي.