جان کري پاکستان ته د یوه رسمي سفر په مقصد پرون اسلام اباد ته ورسېد

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته د یوه رسمي سفر په مقصد پرون اسلام اباد ته ورسېد.

د نوي حکومت له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلی کري پاکستان ته سفر کوي.

ټاکل شوې چې؛ نوموړی له صدراعظم نوازشریف او نورو حکومتي او پوځي چارواکو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې؛ کري به په خپلو کتنو کې د امنیتي مسایلو، د پاکستان د اقتصاد او د امریکا او پاکستان د خلکو ترمینځ د اړیکو د رامینځ ته کولو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو بحث وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني پرون په واشنګټن کې په یوه خبري غونډه کې پاکستان ته د کري سفر مهم وباله:

(له پاکستان سره اړیکي د امریکا د ملي امنیتي ګټو لپاره فوق العاده مهم دي. لکه څنګه چې موږ پخواهم ویلي دا اړیکي پېچلي خو مهم دي او زه ډاډه یم چې د بهرنیوچارووزیر جان کري به له پاکستاني چارواکو سره په هغه هېواد کې د بدلونونو، د تروریزم ضد مبارزه کې د ګډو هڅو- البته پوهېږئ چې پاکستان په تروریستي حملو کې د پام وړ قربانۍ ورکړي او همداراز په افغانستان کې زموږ د هڅو په اړه بحث وکړي. زه ډاډه یم دا به د هغو مسایلو له جملې وي چې د بهرنیوچارووزیر به بحث پرې وکړي.)

د اسلام آباد او واشنګټن اړیکي په تېره د افغانستان د جګړې پرسر اکثرا کړکېچن وي. واشنګټن هیله لري چې د پاکستان حکومت به د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د پخلاینې د خبرو په بیاپيلېدو کې چې په ټپه درېدلې دي، مثبت رول ولوبوي.