مصر کې د اخوان المسلمین ګوند ۳ جګپوړي مشران د مړینې په قضیه کې تورن شول

مصري څارنوالانو د اخوان المسلمین ګوند درې جګپوړي مشران د هغو پارونو په تور چې د یو شمېر اعتراض کوونکو د وژل کېدو باعث شوې محکمې ته معرفي کړي دي.

د اخوان المسلمین دا درې مشران چې محکمې ته معرفي شوي، یو د ګوند مشر محمدبدیع چې تر تعقیب لاندې دی، دوهم د ده مرستیال خیرات الشاطر او دریم د ګوند یو مشر رشاد بایومي دي.

درې واړه مشران تورن دي چې لږترلږه اته تنه اعتراض کوونکي په قاهره کې د اخوان المسلمین ګوند د دفتر مخې ته د دوی د پارونو په نتیجه کې وژل شوي دي.

په عین حال کې د مصر کابینې پرون پولیسو ته دنده وسپارله چې د مرسي د پلویانو د مظاهرو ختمولو لپاره لازم اقدام وکړي.

د مصر د اطلاعاتو وزیرې دُریې شرف الدین Dorreya Sharaf El-Din په یوه ټلویزیوني وینا کې د کابینې پرېکړه داسې اعلان کړه:

(دولت ته د خلکو له خوا د تروریزم او تشدد پرضد د مبارزې لپاره د ورکړل شوي صلاحیت له مخې کابینې د هېواد ملي امنیت، ګټو، ټولنیزې سولې او د خلکو مصوونیت ته په پام سره پرېکړه وکړه چې له دې ګواښونو سره د مقابلې لپاره ټول لازم اقدامات وکړي او د کورنیو چارو وزیر یې موظف کړ څو له اساسي قانون او نورو قوانینو سره په مطابقت کې لازم تدابیر ونیسي.)

د وروستیو بدلونونو په وړاندې په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مصر پر موقت حکومت غږ کړی چې د سوله ییزو غونډو د جوړولو لپاره د خلکو حق ته درناوی وکړي.