د فلسطین بیرغ پرون د اسراییلو په کنیسه کې وروسته له هغه ورپېد چې؛ د فلسطینیانو یوه هیات د اسراییلو له پارلمان څخه لیدنه وکړه.
دې پلاوي په ترکیب کې وکیلان، چارواکي او تاجران شامل وو چې مشري یې د ولسمشرمحمودعباس د فتحې د ګوند یو جګپوړی غړي محمدالمدني Muhammad al-Madani کوله او هدف یې په روانه اونۍ کې په واشنګټن کې د فلسطینیانو او اسراییلو د خبرواترو د پیل هرکلی و.
المدني وویل چې؛ فلسطیني پلاوي د ولسمشرعباس په استازیتوب په غونډه کې ګډون وکړ.
ده همدا راز وویل چې؛ د اسراییلو د کنیسې یا پارلمان له غړو سره د دوی کتې مثبتې وې.
ځینې راپورونه وايي، دا لومړی ځل و، چې د اسراییلو په کنیسه کې د فلسطینیانو بیرغ ورپېد خو جوریسیلیم پوست اسراییلۍ ورځپاڼې راپور ورکړ چې له دې مخکې د ۱۹۹۹ کال په جولای میاشت کې هم د فلسطین بیرغ د اسراییلو په پارلمان کې هغه مهال ورپېد چې د هغه وخت د پارلمان رییس اوراهام بورګ Avraham Burg خپل فلسطیني سیال احمد قریع Ahmed Qurei ته هرکلی ووایه.