د اخوان المسلمین ۳جګپوړي مشران محکمې ته وپیژندل شول

د مصر کابینې د اخوان المسلمین ګوند درې جګپوړي مشران د اتو تنو اعتراض کوونکو د مړینې په قضیه کې تورن کړي او محکمې ته یې معرفي کړي.

په همدې حال کې د مصر حکومت چې؛ د پوځ ملاتړ ورسره دی پرون پولیسو ته امر وکړ څو د اعتراض کوونکو کمپونه او خېمې چې د لېرې کړل شوي ولسمشر محمدمرسي له پلویانو ډک دي، له قاهرې څخه لېرې کړي.

خو اخوان المسلمین د حکومت د دې ټولو ځپونکو اقداماتو په ځواب کې ویلي چې اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

مصري څارنوالانو د اخوان المسلمین ګوند درې جګپوړي مشران د هغو پارونو په تور چې د یو شمېر اعتراض کوونکو د وژل کېدو باعث شوې محکمې ته معرفي کړي دي.

د اخوان المسلمین دا درې مشران چې؛ محکمې ته معرفي شوي، یو د ګوند مشر محمدبدیع چې تر تعقیب لاندې دی، دوهم د ده مرستیال خیرات الشاطر او دریم د ګوند یو مشر رشاد بایومي دي. درې واړه مشران تورن دي چې لږترلږه اته تنه اعتراض کوونکي په قاهره کې د اخوان المسلمین ګوند د دفتر مخې ته د دوی د پارونو په نتیجه کې وژل شوي دي.

په عین حال کې د مصر کابینې پرون پولیسو ته دنده وسپارله چې؛ د مرسي د پلویانو د مظاهرو ختمولو لپاره لازم اقدام وکړي.

د مصر د اطلاعاتو وزیرې دُریې شرف الدین Dorreya Sharaf El-Din په یوه ټلویزیوني وینا کې د کابینې پرېکړه داسې اعلان کړه:

"دولت ته د خلکو له خوا د تروریزم او تشدد پرضد د مبارزې لپاره د ورکړل شوي صلاحیت له مخې کابینې د هېواد ملي امنیت، ګټو، ټولنیزې سولې او د خلکو مصوونیت ته په پام سره پرېکړه وکړه چې له دې ګواښونو سره د مقابلې لپاره ټول لازم اقدامات وکړي او د کورنیو چارو وزیر یې موظف کړ څو له اساسي قانون او نورو قوانینو سره په مطابقت کې لازم تدابیر ونیسي."

پرونی اقدام د جولای په دریمه د پوځ له خوا د ولسمشر محمدمرسي د بې واکه کولو په دوام په مصر کې د اسلامپالو د ځپلو په لړ کې وروستی اقدام دی. د مرسي د پلویانو د څو ډلو یوه ویاند پرون ژمنه وکړه چې دوی به خپلو اعتراضیه ناستو ته دوام ورکړي.

د وروستیو بدلونونو په وړاندې په غبرګون کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مصر پر موقت حکومت غږ کړی چې د سوله ییزو غونډو د جوړولو لپاره د خلکو حق ته درناوی وکړي.

مصري چاواکي وايي چې دا اعتراض کوونکي د هېواد ملي امنیت ته ګواښ کوي او د اعتراض کوونکو د ناستې پر ځایونو چې اوس یې د سنګرونو بڼه خپله کړې ده، د پولیسو د حملې خطر رامینځ ته کړی دی.

دا خلک د اعتراض لپاره یوځای د قاهرې په ختیځ کې له یوه جوماته بهر او بل ځای د قاهرې پوهنتون ته نژدې د ښار په بله خوا کې ناست دي.

د اخوان المسلمین یو ویاند جهاد الحداد وویل د کابینې پرېکړه د یوې دسیسه بازې ډلې واکمني ښيي چې قوانینو ته هېڅ درناوي نلري. حداد دا تور هم بې بنسټه وباله چې ګنې د دوی د اعتراض ناسته د هېواد امنیت ته ګواښ دی.

د اخوان المسلمین له ویاند څخه وپوښتل شول چې آیا په خپله خوښه د اعتراضونو پای ته رسول نه غواړي یا دا چې ماشومان او ښځې خپلو کورونو ته نه لېږي، ده په ځواب کې وویل دا په آزاده فضا کې اعتراضیه ناسته ده او دوی پر خلکو کوم کنټرول نلري.

د ولسمشرمرسي له لېرې کېدو وروسته په مصر کې د تشدد په پېښو کې تراوسه څه باندې دوه سوه شپېته کسان وژل شوي دي.