پاکستاني چارواکو په ډېره اسمعیل خان کې په مرکزي زندان باندې د وسله والو له حملې وروسته ۲۷ تنه امنیتي کسان له دندو لرې کړي دي.
وسله والود دوشنبې په شپې او د سه شنبې په سهار په زندان حمله کړې وه او شاوخوا ۲۵۰ تنه بندیان یې آزاد کړل. په حملې کې د شپږو پولیسو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي وو.
د خیبرپښتونخواه ایالت د پولیسو مشر احسان غني مشال راډیو سره خبرو کې ویلي، د پولیسو دوه تنه سرماموران، درې تنه پولیس افسران او ۲۲ تنه پولیسان له دندو لرې شوي دي.
چارواکي څيړنې کوي چې وسله والو څنګه وکړای شول په دغه زندان باندې چې سخت امنیت یې نیول شوی او شاوخوا پنځه زره کسان په کې بندیان دي، حمله وکړي. ویل کیږي، چې له وسله والو سره د زندان له داخل څخه مرسته شوې وه. په زندان باندې له حملې راهیسې په ډېره اسمعیل خان کې په ګرځیدو راګرځېدو بندیز لګول شوی او پوځي وسیلې په کې ګزمې کوي.