له سرحدي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د افغان پولیسو ۲۰ کسیزه ډلګۍ په امریکا کې تر مسلکي زده کړو وروسته بېرته هیواد ته راستنه شوه.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال مجتبی پتنګ د دغو افسرانو د ستایني په غونډه کې وویل؛ چې له دوی څخه به د استادانو په توګه کار واخلي.
دغو افسرانو ته د امریکا د کورني امنیت د وزارت له خوا په ۶ اونیو کې د وسلو او انساني قاچاق د مخنیوي، ادارې، څارنې، دفاع او په نورو برخو کې روزنه ورکړې ده.
دا افسران د هغه تړون له مخې روزل شوي، چې تېر کال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او په کابل کې د امریکا سفارت له خوا لاسلیک شوی و.