یوناما: په افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۲۳ سلنه زیاتوالی راغلی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یا یوناما وايي؛ د ۲۰۱۳م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې، په دې هیواد کې د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کې ۲۳ فیصده ډیروالی راغلی.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مسوولې جورجټ ګګنیون د خپل شپږ میاشتني راپور د خپرولو پر وخت وویل؛ د مرګ ژوبلي اصلي لاملونه د نا امنیو ډېرېدل او د سړک د غاړي د ماینونو چاودني دي.

"د وژل شویو او ټپي شویو ملکیانو شمېر د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله ۲۳ فیصده زیات شوی دی.
موږ پر ټولو ښکیلو خواوو غږ کوو چې؛ د خپلو قانوني مکلفیتونو په پام کې نیولو سره د ملکیانو د ساتنې لپاره کوښښ وکړي."

په راپور کې راغلي، چې په تیرو شپږو میاشتو کې ۱۳۱۹ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۲۵۳۳ تنه نور ټپیان شوي دي، چې د ۷۴ فیصده مسوولیت پر وسله والو طالبانو اچول شوی او د ۹ فیصده مسوولیت افغان او بهرنیو ځواکونو ته ورکړل شوی.

آیساف په یوه خبرپاڼه کې د دې راپورهرکلی کړی او ویلي یې دي چې، دوی به د ملکي خلکو د ساتنې لپاره ډیره هڅه وکړي؛ خو وسله والوطالبانو بیا دغه راپور رد کړی او یو طرفه یې بللی.