کاترین اشټن له واکه لیرې شوې ولسمشر محمد مرسي سره ولید

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسي مشرې کاترین اشټن د مصر له واکه لیری شوی ولسمشر محمد مرسي ولید او په دې هېواد کې پر ټولو اړخونو یې غږ وکړ چې؛ روان خونړی بحران د خبرو له لارې حل کړي.

کاترین اشټن په مصر کې د بحران د حل لپاره په خبرو کې د منځګړيتوب لپاره قاهرې ته تللې ده .

د کاترین اشټن او محمد مرسي د کتنې ځاي نه دی په ډاګه شوی خو ویل کیږي چې دواړو پرون (دوشنبه) دوه ساعته خبرې کړي دي.

کاترین اشټن د محمد مرسي سره تر لیدو وروسته د مصر د پوځ د مشر جنرال عبدالفتاح السیسي، د دې هېواد د موقت حکومت له مشر او د اخوان المسلمین د ډلې د استازو سره هم کتلي دي.

اشټن نن په قاهره کې خبري کنفرانس ته وویل چې؛ د له واکه لیرې شوی ولسمشر محمد مرسي صحت ښه وو، ټلویزیون ورته ایښی وو او ورځپاڼې هم ورته رسیږي:

"هغه ښه دی. موږ په دې دوو ساعتونو کې دوستانه، خلاصې او ډيرې صادقانه خبرې وکړې. ما د هغه د استوګنې ځاي ولید ، نه پوهیږم چې کوم ځاي وو خو ښه ځاي وو او تود بحث مو وکړ ."

کاترین اشټن د محمد مرسي سره د خبرو جزیات نه دي ورکړي.

خو څرګنده یې کړه چې؛ ټولو لوریو ته یې ویلي چې په مصر کې روان بحران یوازې د یوې هر اړخیزې سیاسي پروسې له لارې حل کیدلای شي:

"ما ټول لوري وهڅول چې؛ په دې اړه دقیق غور وکړي چې څرنګه ټول اړخونه په دې پروسه کې شاملیدلای شي او دا د هغه څه لپاره چې زه د ډیموکراسۍ ژوره وده ورته وایم ، ډیر مهم دی. یعنې ملکي حکومت پرمختګ کوي، انتخابات کیږي ، ټول اړخونه برخه په کې اخلي او هغه ادارې چې د دې هیواد د راتلونکې لپاره د ریښتنې ډیموکراسۍ وده ثابتوي ، پرمختګ کوي."

دا په مصر کې د سیاسي بحران او پراخو ناکراریو له پیل راهیسې دې هېواد ته د کاترین اشټن دوهم سفر دی.

تیر وار مصر ته د سفر پر وخت کاترین اشټن ته اجازه نه وه ورکړ شوې چې له واکه لرې شوی ولسمشر محمد مرسي وګوري.

میرمن اشټن وویل چې؛ مصر ته د دوهم سفر لپاره یې یو شرط دا وو چې له محمد مرسي سره به ګوري.

دا د یکشنبې په ورځ قاهرې ته ورسیده او تر دې یوه ورځ مخکې د محمد مرسي لس ګونو پلویان په قاهره کې د مظاهرې په ترځ کې وژل شوي وو .

په عین حال کې نن د فرانسې د بهرنیوچارو وزیر په پاریس کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په مصر کې وضعیت حساس دی، تشدد باید پاي ته ورسیږي او د محمد مرسي په شمول ټول سیاسي زندانیان باید خوشي شي.

محمد مرسي د جولای په دریمه له واکه لرې شو او له هغه راهیسې لږترلږه درې سوه تنه په ناکراریو کې وژل شوي دي.

محمد مرسي په دې تورن دی چې په ۲۰۱۱ کال کې د ولسي پاڅون پر مهال د حسني مبارک د حکومت له ړنګیدو سره سم له زندانه تښتیدلی وو.
مرسي اوسمهال په ناڅرګند ځاي کې د مصر د پوځ تر څارنې لاندې دی.