امریکا پر خپلو عسکرو د تورونو په اړه څیړنه کوي

د امریکا اردو پر خپلو عسکرو د لګول شویو تورونو په اړه څیړنه کوي، په دې ورستیو کې یوه افغان ژباړونکي په تحقیقاتو کې ویلي چې؛ امریکایي خاص ځواکونه د ملکي افغانانو په تښتولو او وژلو کې لاس لري.

د امریکا پوځ د هغو ادعاو په اړه چې ګواکې د دې هېواد خاصو ځواکونو ملکي افغانان تښتولي او وژلي، تحقیقات کوي.

واشنګټن مخکې دغه تورونه رد کړي و.

د ناتو یوې ویاندې جین کریچتون د سې شنبې په ورځ وویل چې؛ د ایساف یا د نړیوالو امنیتي مرستندویه ځواکونو قومندان جنرال جوزیف ډنفورډ د دغو تحقیقاتو امر وروسته له هغې ورکړ، چې یوه افغان ژباړونکي چې له خاصو امریکایي ځواکونو سره یي کار کاوه، دغه ځواکونه تورن کړل.

د رویترز خبري اژانس د راپورله مخی د ذکریا کندهاری په نوم افغان ترجمان په وروستیو کې مستنطقینو ته ویلي چې؛ امریکایي خاصو ځواکونو د ولسي خلکو په وژلو او ناوړه چلندونو کې لاس لاره.

د راپور له مخې زکریا کندهاری د تحقیقاتو په جریان کې ویلي چې؛ ده د ملکیانو په نیولو کې مرسته کړې او هغوي یې امریکایي عسکرو ته په لاس ورکړی دي.

د رویترز اژانس وایي، افغان چارواکو کندهاري د هغو تورونو په خاطر څو اونۍ مخکې ونیو چې د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې له ولسي خلکو سره د ناوړه سلوک په اړه پرده لګول شوي و.

کندهاری په ځان لګول شوي تورونه رد کړي دی.

د امریکا متحده ایالاتو په کراتو کراتو هغه تورونه چې ګواکې د دې هېواد خاص ځواکونه چې په میدان وردګو کې فعالیت کوي، لږ تر لږه د اوو ملکي افغانانو په تری تم کیدو او وژلو کې لاس لري، رد کړی دي.

هغو ادعاو چې؛ وایي امریکایي ځواکونو د ملکي افغانانو په وړاندې جنایتونه ترسره کړي، د افغانستان د حکومت او ایسف ترمنځ اړیکی خراب کړی. په تیره بیا کله چې یو امریکایي عسکر تیرکال په کندهارکې د ۱۶ ولسی وګړو په وژل کیدو تورن شو.

خود ناتو ویاندی میرمن کریچتون ویلي چې هغه تحقیقات چې پخوا ترسره شوی، هیڅ موثق اسناد او شواهد ندي موندل شوي چې د امریکایي یا ایسف ځواکونود ناوړه چلندونو ښکارندوی وي.

د ناتو دغې ویاندی ویلي چې د دغو نویو تورونو په اړه د امریکاد پوځ د جنایی تحقیقاتوقومندانۍ څیړنه کوي.

په میدان وردګو کې له ولسي خلکو سره د امریکایي خاصو ځواکونو بد چلند د دې سبب شوچې ولسمشرکرزی د روان میلادی کال په فبرورۍ میاشت کې دغو ځواکونو ته امروکړي چې له دې ولایته ووځي.

وروسته اعلان شوه چې؛ دغه ځواکونه یواځې له نرخ ولسوالۍ څخه ووځي.