د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري به نن چهارشنبه پاکستان ته په یوه رسمي سفر ولاړشي.
دا به پاکستان ته له کله چې په می میاشت کې نوی حکومت د انتخاباتو په نتیجه کې جوړ شوی؛ د کري لومړنی سفر وي.
په پام کې ده چې کېري به له نوي صدراعظم نوازشریف او نورو لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو سره وګوري.
ویل کیږي چې، له پاکستاني چارو واکو سره د کېري خبرې به د دواړو هېوادونو پراړیکو چې؛ اکثرا کړکیچنې وې او د افغانستان مسلې ته ته په پام سره پرسیمه ییزې همکارۍ متمرکزې وې.
واشنګټن هیله من دی چې اسلام اباد کولای شي؛ د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي د په ټپه دریدلې پروسې په بیرته پیلولو کې رول ولوبوي.
سپینې ماڼۍ نه دي ویلي چې؛ کېري به د څومره وخت لپاره په پاکستان کې پاتې کیږي.
کېري د جولای په دوهمه نیټه د اسلام اباد بلنه منلې وه او ټاکل شوې وه چې د جولای په ۲۹ پاکستان ته ولاړ شي خو دغه سفرنن ته وځنډید.