د افغانستان د اقتصاد وزارت نن په کابل کې د هند له سفارت سره د شپیتو پراختیایي پروژو یو قرارداد لاس لیک کړ.
د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال په کابل کې د دې قرار داد د لاسلیکولو پر مهال وویل، چې پر دې پروژو ۱۴،۳ میلیونه ډالر لګښت راځي چې؛ په یوولسو سرحدي ولایتونو کې به تطبیق شي.
د افغانستان د اقتصاد وزیر وايي، په یولسو سرحدي ولایتونو کې د متوازن انکشاف د راوستلو لپاره به په نږدۍ راتلونکي کې شپیته متوسطې او وړې پروژې عملي شي.
د دې پروژو قرار داد د سې شنبې په ورځ په کابل کې د اقتصاد وزیر او د هند د سفیر تر منځ لاس لیک شو.
د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال د دې قرار داد د لاس لیکولو پر مهال وویل؛ چې دا پروژې د هند د سلو میلیونو وړیا مرستو څخه تمویلیږي چې؛ هند یې له افغانستان سره ژمنه کړې ده.
"په یوولسو سرحدي ولایتونو کې شپیته پروژې په پام کې نیول شوي، چې د ۱۴،۳ میلیونه ډالرو قرار داد نن د هند له سفیر سره لاس لیکوو. دا د هغو سلو میلیونو ډالرو څخه دي چې هند د څلورو کلونو لپاره په وړیا ډول ځانګړي کړي دي."
که څه هم ښاغلي ارغندیوال د دغو سرحدي ولایتونو نومونه وا نه خیستل خو وې ویل دا پروژې به د پوهنې، روغتیا، د کلیو د پراختیا او بیا رغونې، کرنې او کار او ټولنیزو چارو سکټورونو کې عملي شي.
د نوموړي په وینا چې د ولایتونو دمتوازنې ودې د پروګرام سره هندوستان د سلو میلیونو ډالرو وړیا مرستو ژمنه کړې چې د څلورو کلونو په جریان کې به یې افغان حکومت ته ورکړي.
د اقتصاد وزیر وايي،، له دې پیسو څخه څه باندي ۳۳ میلیونه یې د لري او سرحدي ولایتونو لپاره دي او پاته یې د نورو ولایتونو لپاره ځانګړي شوي دي.
هند له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسي په افغانستان کې د لویو لارو، روغتونونو او بریښنا یې اسانتیاوو په جوړولو کې څه باندي دوه میلیارده ډالره لګولي دي.
نږدې یوه میاشت وړاندې کابل ته ددې هیواد راغلي پلاوی ټینګار وکړ چې هند به د همکاریو د لاسلیک شوي سند له مخې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې خپلې مرستې جاري وساتي.
په کابل کې د هند سفیر امر سینها وايي،، چې یادي پروژې د افغانستان د ثبات او اقتصادي پر مختګ لپاره ډیرې حیاتي او مهمي دي.
"موږ ډیر خوشحاله یو چې له دوست هیواد افغانستان سره همکاري کوو او دا زموږ د پالیسۍ یوه برخه ده. موږ غواړو چې افغانستان با ثباته او قوي و اوسي او په خپلو پښو و دریږي او له سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ څخه ګټه واخلي. "
کتونکي وايي،، هند له دې اندیښنه لري چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ممکن یو وار بیا په افغانستان کې د دې هیواد ګټې له ګواښ سره مخامخ شي.
له همدې امله هند تل هڅه کوي څو د بیلابیلو اقتصادي او پوځې مرستو له لاري په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي.
خو پاکستان تل د نوي ډهلي او کابل له نږدې کیدو ویره لري او دا کار د خپلو ګټو په زیان بولي.