امرخیل: ۲۵۹ انتخاباتي مرکزونه به بند وي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې امنیتي ارګانونو ورته ویلي چې؛ د رایې ورکولو د دوه سوو نهه پنځوسو مرکزونو امنیت نشي نیولای.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تیرکال د حمل په میاشت کې د رایې ورکولو د څه کم اوه زره مرکزنو د امنیت د ټینګښت مساله امنیتي ځواکونو ته سپارلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې؛ د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې؛ اماده دي د رايي ورکولو د ټولو مرکزونو امنیت وساتي.

بل خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنیاد وايي، که د انتخاباتو په ورځ یاد شمیر مرکزونه تړلي پاتې شي، نو ډیر شمیر خلک به د رایې له ورکولو بې برخې شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، ښايي په هغو سیمو کې انتخابات ونشي چې؛ امنیتي ارګانونو ورته ویلي د رایې ورکولو د مرکزونو امنیت یې نشي ساتلای.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د ریس ضیا الحق امرخیل په وینا امنیتي ارګانونو په خپل امنیت پلان کې ورته ویلي چې د رایې ورکولو د څه کم اوه زره مرکزنو څخه د ۲۵۹ مرکزنو امنیت نه شي ساتی.

ښاغلي امرخیل د سې شنبې په ورځ له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې وویل، چې له همدې امله ښايي دا مرکزونه د وسلوالو مخالفینو د ګواښونو له امله خلاص نشي:

"تیره ورځ امنیتي ارګانونو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته رسما لست تسلیم کړ،او معلومات یې را سره شریک کړل، دوي د شاوخوا ۶۸۴۵ د راي ورکولو د مرکزونو له ډلې څخه د ۲۵۹ مرکزونو په اړه امنیتي ارګانونه وايي چې د مخالفینو د ګواښونو له امله یې امنیت نه شي ټینګولاي."

ښاغلي امرخیل زیاتوي، چې دا ۲۵۹ مرکزونه په فراه، هرات، غزني، هلمند، زابل، بدخشان، سرپل، پروان، میدان وردګ، کاپیسا، نورستان او کونړ ولایتونو کې دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارلانشا ریس زیاتوي چې؛ د راتلونکو ولسمشزیزو انتخاباتو لپاره د رايي ورکولو د مرکزنو د امنیت د ټینګښت مسله باید د امنتیي ارګانونو لخوا د کاغذ پر مخ پاتي نه شي، او د امنیت ساتلو ته یې غوڅ اقدامات وکړي.

نوموړی وروسته له هغې دغه خبرې کوي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تیره ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته د رایې ورکولو د مرکزونو د امنیت ساتلو پلان وسپاره.

د کورنیو چارو وزارت خلکو ته ډاډ ورکړ چې د رایې ورکولو د مرکزونو د امنیت په اړه دې اندیښنه نه لري.

بل لورته د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنیاد دا مسله د اندیښنې وړ بولي او وايي که چیري د انتخاباتو په ورځ د رایې ورکولو شاوخوا دوه نیم سوه مرکزونه تړلي پاتې شي، نو ډیر شمیر خلک به له رایې ورکولو بې برخې شي.

ددې بنیاد اجرایوي رییس جانداد سپین غر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د امنیت مسله یوه لویه ستونزه ده، خو موږ په دې بارو یو چې حکومت ټینګ امنیتي تدابیر ونیسي او په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون لپاره سوله یزه زمینه برابره کړي، له بلې انتخاباتو ته وخت پاتي دي ، که چیري حکومت او په ځانګړي توګه امنیتي ارګانونه په جدي اراده ولري،نو کولاي شي لازم اقدامات وکړي،که چیرې دا سیاسي اراده نه وي طبیعی خبره ده چې خلک به انتخاباتو کې ګډون ونه کړي،او دا یوه جدي ستونزه ده."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون شاوخوا پينځه میاشتې وړاندې په هیواد کې د رایې ورکولو د شپږ زرو اته سوو پنځه څلویښتو مرکزونو لست امنیتي ارګانونو ته استولي وو تر څو یې امنیت ارزیابي کړي.

ټاکل شوي چې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو راتلونکې انتخابات د ۱۳۹۳ کال د وري په شپاړسمه نیته وشي.

د انتخاباتو د امنیت د خوندیتوب په اړه له وړاندې اندیښنې موجودې وې، ځکه چې په تیرو انتخاباتو کې هم د وسلوالو مخالفینو د حملو او ناامنیو له امله د ځینو خلکو رایه ور نشوای کړای.

مرضیه احمدزۍ