د پاکستان د مرکزي پارلمان او ایالتي اسامبلو غړي نن (سه شنبه) د دې هیواد نوي ولسمشر ټاکي.
داسې ګڼل کیږي چې پيژندل شوی سوداګر او په کراچي کې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر مامون حسین د ولسمشرۍ لپاره ټاکنې وګټي.
د مامون حسین په وړاندې بل کاندید د تحریک انصاف ګوند لخوا د پاکستان د سترې محکمې پخوانی قاضي وجیه الدین ولاړ دی.
د پاکستان نوی ولسمشر د دې هیواد د څلورو ایالتي اسامبلو او د مرکزي پارلمان د دوو مجلسونو د څه باندې زرو تنو استازو د رایې ګیري پر اساس ټاکل کیږي.
دا به د جمهور رییس اصف علي زرداري پينځه کلنه دوره پاي ته ورسوي.
د پاکستان د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره د رایې ګیرۍ پایلې نن اعلانیږي.