اشټن: د مصر د روانو لانجو د حل لپاره باید له اخوان المسلمین سره خبرې وشي

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرۍ کاترین اشټن له مصري چارواکو غوښتنه کړې چې په دې هیواد کې د روانې لانجې د حل موندلو لپاره د اخوان المسلمین ډلې د چارواکو سره خبرې وکړي.

کاترین اشټن د مصر د پوځ له جنرال عبدالفتاح السیسي سره وکتل چې له واک څخه د محمد مرسي په لرې کولو کې یې لوی لاس درلود.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرۍ همدا راز د مصر له موقت ولسمشر عدلي منصور او د هغه له مرستیال محمد البرادعي سره لیدلي دی.

د دې خبرو هیڅ ډول جزیات لا نه دي خپاره شوي خو میرمن اشټن قاهرې ته تر رسیدو مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې؛ له مصري چارواکو سره به د سیاسي انتقال پر داسې هر اړخیزې پروسې خبرې وکړي چې د اخوان المسلمین په شمول ټول ګوندونه په کې داخل شي.

سپينې ماڼۍ پرون (دوشنبه) په مصر کې وروستی تشدد په شدت غندلی دی.