په سویس کې د دوو ریل ګاډو د ټکر له امله ۴۴ تنه زخمیان شوي دي

د سویس ټلویزیون د پولیسو په حواله وايي چې؛ پرون ماښام هلته د دوو ریل ګاډو په ټکر کې ۴۴ تنه زخمیان شوي دي.

د څلورو زخمیانو حالت ډير نازک بلل شوی دی.

ویل کیږي چې د سویس د مرکز په پنځوس کلیومترۍ کې د دې پيښې ځاي ته پولیس، د ژغورنې ډلې او د اطفايي کارکونکي ور رسیدلی دي.

په دې اړه نور جزیات نه دي څرګند شوي.

د روانې میاشتې په پيل کې په هسپانیه کې نهه اویا تنه د چټک ریل د ټکر په پيښه کې مړه شول.