ننګرهاریان: د امنیت په صورت کې به په ټاکنو کې برخه واخلو

په ننګرهار کې د ټاکنو کميسیون چارواکي وايي، چې د مهال ویش سره سم د زمري په پینځمه نېټه په دې ولایت کې د ولسمشريزو او ولایتي شورا ګانو د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې د پروسې په دویم پړاو کې په ولسوالیو کې هم نوم لیکنه پيل شوې.

په ننګرهار کې د ټاکنو د کمیسیون مشر محمد داوود ازادۍ راډيو ته وویل، چې د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ پرته نور ټولو ولسوالیو ته د نوم لیکنې لپاره مواد استولي او نوم لیکنه په کې پيل شوې ده.

نوموړی وايي، هغو ولسوالیو ته، چې ناامنه بلل کیږي د هوا له لارې مواد انتقال کړي او په پام کې لري، چې په نږدې راتلوونکې کې پچیراګام ولسوالۍ ته هم مواد انتقال او د انتخاباتو لپاره د کارتونو ویش پیل شي:

"موږ د مهال ویش سره سم د ننګرهار ټولو ولسوالیو ته په وخت سره د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مواد انتقال کړي یوازې د پچيراګام ولسوالۍ پاتې ده،چې په راتلونکي کې به هغې ولسوالۍ ته هم اکمالات د هوا له لارې ترسره کړو،په نورو ولسواليو کې نوم لیکنه پيل شوې ده"

خو د ننګرهار دیو شمېر ناامنو سیمو اوسیدونکي وايي،چې تر هرڅه وړاندې دوی ته بایدامنیت خوندي شي،ځکه په اوسنیو شرایطو کې د ناامنۍ له ویرې نشي کولی،چې دوی ولسوالیو ته لاړ شي او د انتخاباتو لپاره کارتونه واخلي.

"د هسکې مينې اوسیدونکی خان ولي:اوس موږ ښار ته د خوراکي توکو د رانیولو په خاطر ډاډه نشو تللی نو دانتخاباتو لپاره به کارتونه څنګه واخلو زموږ غوښتنه داده،چې موږ ته دې اول امنيت خوندي شي بیا به د ټاکنوپه پروسه کې فعاله ونډه واخلو.

سازنورد حصارک ولسوالۍ اوسیدونکی: دلته امنيتي وضعیت تاسو او خپله امنيتي کسانوته معلوم دی،چې خپله پولیس له ولسوالۍ نه نشي راوتلی نو خلک به هلته څنکه لاړ شي،چې د انتخاباتو لپاره کارتونه واخلي،امنيتي وضعیت،چې ښه شوی نه وي هیڅوک نشي کولی،چې ډاډه لاړ شي او د ټاکنو په پروسې کې برخه واخلي"

دارنګه د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ذبیح الله زمری هم ناامني د انتخاباتو د پروسې لپاره لوی خنډ په ګوته کوي.

زمری وايي،چې هغو سیمو ته،چې د ټاکنو کمیسیون چارواکي د ځمکې له لارې ورته اکمالات نشي کولی نو خلک به څنګه وکولی شي،چې په ډاډه زړه د راتلوونکو انتخاباتو لپاره کارتونه تر لاسه کړي:

"ګوری چارواکي خپله وايي،چې موږ ناامنو ولسوالیو ته د هوا له لارې اکمالات وکړل،هغو سیمو ته،چې دوی خپله د ځمکې له لارې مواد نشي انتقالولی نو خلک به څنګه لاړ شي کارتونه واخلي او یا هم په راتلونکو ټاکنو کې په ډاډه زړه برخه واخلي،دلته که امنیت خوندي نشي نو په راتلونکو ټاکنو کې به د خلکو حق د پخو لاندې شي"

دذبیح الله زمري په خبره که چېرې امنيتي چارواکي تر راتلوونکو ټاکنو پورې ناامنه سیمې له وسله والو پاکې نه کړي نو په ټاکنو کې د درغلۍ ویره هم موجوده ده:

"دلته یوه خبره ډيره مهمه ده،چې په کومو سیمو کې امنیت خوندي نه وي هلته د راتلونکي لپاره د درغلۍ ویره ډيره موجوده ده،هسې نه،چې صندقونه د یوه چا په ګټه ډک شي"

که څه هم خلک په یو شمېر سیمو کې ناامني د ټاکنو د پروسې لپاره لوی خنډ بولي،ولې امنيتي چارواکو په وار وار ویلي،چې دوی به په هغو سیمو کې ټاکنې ترسره کړي،چې امنیت په کې خوندي وي.

تېره ورځ د کورنیو چارو وزارت چارواکو هم رسنیو ته ویلي و،چې دوی ټاکنو کمیسیون ته د هغو سیمو لست سپارلی،چې د ټاکنو لپاره امنیت په کې مناسب دی.

د کتوونکو په اند د تېرو وختونو په پرتله د ټاکنو په اړه د خلکو عامه پوهاوی زیات شوی او خلک لیوله دي،چې په ټاکنو کې برخه واخلي،خو که چېرې د ننګرهار په یو څو محدودو ولسوالیو کې امنيتي وضعیت همداسې وي نو ډیر شمېر خلک به په راتلوونکو ټاکنو کې د انتخاب له حق څخه لرې پاتې شي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری