د پاکستان حکومت د مشکوکو بې پیلوټو الوتکو هغه برید غندلی دی چې ددې هیواد په قبایلي سیمه کې یې شپږ کسان وژلې دي.
پاکستاني چارواکي وايي د یکشنبې په ورځ ناوخته بې پیلوټه الوتکو پر هغو کسانو دوه توغندي ویشتي چې د شمالي وزیرستان د شوال سیمې څخه افغانستان ته اوښتل او باور دی چې وسلوال به وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په یو بیان کې ویلي دي چې دا ډول یو اړخیز بریدونه د پاکستان د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه سرغړاوی دی.
په بیان کې ویل شوې دي چې د بې پیلوټه الوتکو دا ډول بریدونه برعکس نتیجه ورکوې، د ملکي خلکو د ژوند په بیه تمامیږي او د بشري حقونو او بشري کړنو سره په ټکرې کې دي.
د یادونې وړ ده چې شمالي وزیرستان د پاکستاني او افغان طالبانو او د القاعده شبکې سره د تړولو وسلوالو لپاره خوندي ځای دی.
وروسته له هغې چې نواز شریف په مشرۍ حکومت په پاکستان کې واک ته رسیدلې دا په پاکستان کې دننه د بې پيلوټه امریکايي الوتکوڅلورم ځل دی چې دا ډول بریدونه کوي. نواز شریف د دا ډول بریدونو د زر تر زره بندیدو غوښتنه کړې.