کټرین اشټن په مصر کې د دې هېواد د پوځ له مشر او نورو چارواکو سره ګوري

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره کټرین اشټن د مصر د پوځ له مشر او نورو مصري چارواکو سره ګوري او له هغوی سره په دې هیواد کې د محمد مرسي له لرې کیدو وروسته د ناکراریو پر پېښو خبرې کوې.

ټاکل شوې ده چې اشټن به د مصر د پوځ له مشر جنرال عبدالفتاح السیسي او د موقتې ادارې له ولسمشر عدلي منصور سره نن خبرې وکړې.

همدارنګه د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره غواړي چې د محمد مرسي د ملاتړې اخوان المسلمین له استازو سره هم وغږیږي.

اشټن په داسې حال کې مصر ته رسیږي چې په تیرو دوو ورځو کې د محمد مرسي په پلوۍ مظاهرو کې تر اویاوو زیات کسان ووژل شول.

کاترین اشټان ویلي، د اخوان المسلمین ډله باید د مصر د سیاسي پروسې یوه برخه واوسې.

د مصر د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر نبیل فهمي د رویترز خبري اژانس ته ویلي دي دوی هیڅوک له روان سیاسي بهیره نه باسي :

"زه د دې سپارښتنه کوم، همداسې چې موږ مخکې ځو، موږ هیڅوک چې د اساسي قانون سره سم او په سوله کې کار کولو ته چمتو وي نه استثنا کوو. حتی که زه په شخصي لحاظ د هغوی له دریځ او ایډیالوژۍ سره مخالف هم اوسم، دوی باید د مصر په سیاست کې خپل ځای ومومي."

له هغې راهیسې چې ددې میاشتې په پیل کې پوځ محمد مرسې له واک څخه لرې کیدو اړ کړ په دې هیواد کې وضیعت ترینګلی شوی دی.
د مرسی پلویانو په دې هیواد کې مظاهرې پیل کړې او له بند څخه د نوموړې د خوشې کیدو او بیرته واک ته د ستنیدو غوښتنه یې کوي.