پاکي او نظافت د ایمان جز دی، که غواړئ چې روغ رمټ ووسئ نو د ځان او د چاپیریال د پاکئ خیال وساتئ، پاکي او ستره ګي د انسان ښکلا زیاتوي او د نورو خلکو زړونو ته یې ورنژدې کوي، خو برعکس خیرن کالي، رسیدلي نوکان او ناپاکه سر او صورت مو له ډلې نه بیلوي او د هر چا د کرکې سبب کیږو، نو ځکه پکار ده چې هر وخت په تیره د روژې په مبارکه میاشت کې خپل نظافت ته ډیر پام وکړو.
د کابل اوسیدونکې اوږۍ بیا دا نه مني چې خواري او غریبي د دې لامل شوې چې ځینې کسان خیرن ګرځي، هغه وایی صابو او شامپو دومره قیمته ندي چې څوک یی وانشي خیستلي ، او اوبه هم بې بیې دي .