اوریاخيل: د تورخم تړل شوې دروازه بیرته خلاصه شوه

په تورخم کې افغان کميسار حیات الله اوریاخيل ازادۍ راډيو ته وویل، چې د تورخم دروازه، چې سهار شاوخوا پینځه بجې د پاکستاني ملیشو له خوا تړل شوې وه نن غرمه شاوخوا یوه نیمه بجه د مسافرو پرمخ بېرته خلاصه شوه.

د کميسار په خبره په سلګونو مسافرینو،چې زیاته برخه يي زنانه او ناروغان وو ددې روژې په مبارکه میاشت کې سختې ګرمۍ ته يې دولس ساعته انتظار وویست.

که څه هم پاکستاني چارواکو د دروازې د بندیدو له مل په رسمي ډول نه و معلوم کړی،ولې ویل کیده،چې تېره شپه د پولې هاغې غاړې په میچنۍ سیمه کې د پاکستاني مليشو پر پوستو وسله وال بریدونه شوي واو درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې وه،نو په همدې خاطر يې د تورخم لاره تر غرمې پورې تړلې وه.

له دې وړاندې هم پاکستاني ملیشو په وار وار کله په یوه او کله په بله بهانه د تورخم دروازه د ساعتونو او ان تر ورځو ورځو پورې تړلې وه.