د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د اسرایل او فسلطیني ادارې ترمنځ د سولې خبرې نن ناوخته په واشنګټن کې له سره پیلیږي.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې جین ساکي وویل د باندنیو چارو وزیر جان کري په شخصي توګه له دواړو خواو غوښتي چې خپل استازي واشنګټن ته واستوي څو د سولې خبرې له سره پیل کړي.
ساکي وویل د اسرایل له لوري ددې هیواد د عدلي وزیر او د فلسطیني ادارې مشر مرکچي صایب عریقات به په دې خبرو کې د دواړو لورو استازیتوب کوي.
له دې وړاندې تیره ورځ د اسرایل کابیني د ۱۰۴ فسلطیني زندانیانو په خوشې کولو موافقه وکړه .
د اسرایل او فسلطینیانو تر منځ د سولې خبرې په ۲۰۱۰ م کال کې وروسته تر هغې ودریدې چې اسرایل په فلسطیني سیمو کې د یهودي میشت ځایونو د جوړولو درول ،رد کړه.