د هلمند سنګین ولسوالۍ ته ۸۰ تنه بریتانوي پوځیان استول شوي دي

برتانوي ځواکونه د هلمندولایت سنګین ولسوالۍ ته چې بشپړ امنیتي مسوولیتونه یې په ۲۰۱۰ کال کې له نړیوالو پوځیانو افغان ځواکونو ته سپارل شوی وو، استول شوي دي.

د برتانیا دفاع وزارت پرون وویل، د هلمندولایت په سنګین ولسوالۍ کې په وروستیو عملیاتو کې دوه زره افغان سرتېرو برخه درلوده او اتیا تنه برتانوي پوځیان د مرستې لپاره ورسره وو.

آیسف وايي چې، د دې پوځي عملیاتو مشري افغان ځواکونو کوله او د برتانیې د پوځ ونډه یوازې مرستندویه وه. په کابل کې د آیسف د مطبوعاتي دفتر ویاند ډګرمن وېل ګرېفین Will Griffin له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې؛ د برتانیې د وسله والو ځواکونو د مشورتي کنډک یو محدود شمېر پرسونل د سنګین په عملیاتو کې له افغان ځواکونو سره یوازې د سلاکارانو په توګه ونډه لرله.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي که څه هم له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل چې؛ په ټول هېواد کې د پوځي عملیاتو د مشرۍ له ترلاسه کولو وروسته دوی په ځمکنیو عملیاتو کې هېڅکله هم له نړیوالوځواکونو مرسته نه ده غوښتې خو د آیسف ویاند وویل، په هرځای کې چې افغان ځواکونه غوښتنه وکړي دوی به یې مرستې ته ورودانګي.