بریتانوي سلاکارانو د سنګین په عملیاتو کې له افغان سرتیرو سره مرسته کوله

راپورونه وايي چې؛ بریتانوي ځواکونه د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ ته چې بشپړ امنیتي مسوولیتونه یې په ۲۰۱۰ کال کې له نړېوالو پوځیانو افغان ځواکونو ته سپارل شوی وو، استول شوي دي.

د برتانیا پوځي چارواکي وايي چې؛ سرتېري یې د وسله والو طالبانو پرضد د عملیاتو لپاره سنګین ولسوالۍ ته تللي دي، خو په کابل کې د ایساف چارواکي وايي چې؛ بریتانوي پوځیان په جګړه کې ښکېل نه وو، بلکې افغان ځواکونو ته یې سلا مشورې ورکولې.

د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونه تاییدوي چې؛ د بریتانوي سلاکارانو یوه ډله له افغان سرتېرو سره د مرستې لپاره د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ ته تللې وه.

ایساف وايي، بریتانوي سلاکارانو له افغان ځواکونو سره د طالبانو پر ضد په هغو عملیاتو کې مرسته کوله چې مشري د افغان ځواکونو په غاړه او د برتانیې د پوځ ونډه یوازې مرستندویه وه.

په کابل کې د ایساف د مطبوعاتي دفتر ویاند ډګرمن وېل ګرېفین Will Griffin له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې په دې اړه څرګندونې وکړې:

"د برتانیې د وسله والو ځواکونو د مشورتي کنډک یو محدود شمېر پرسونل په سنګین کې په دې عملیاتو کې له افغان امنیتي ځواکونو سره یوازې د سلاکارانو په توګه ونډه درلوده.

افغان امنیتي ځواکونو له ځانه ډېره اوچته وړتیا وښوده. دوي د افغانستان له دښمنانو سره په جګړه کې بریالي وو او د سنګین ولسوالۍ په ډېره سخته اراضي کې یې د دښمن په ماتولو سره د دې ولسوالۍ سیمې تصفیه کړې."


د افغانستان د دفاع وزارت د چارواکو له څرګندونو داسې ښکاري چې ښايي برتانوي پوځیان به د افغان ملي پولیسو مرستې ته ورغلي وي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي ازادۍ راډیو ته وویل، دفاع وزارت په ټول هېواد کې د پوځي عملیاتو د مشرۍ له ترلاسه کولو وروسته په ځمکنیو عملیاتو کې هېڅکله هم له نړیوالوځواکونو مرسته نه ده غوښتې.

د ایسف ویاند جګړن ګرېفین وویل، د افغانستان په هرځای کې چې افغان ځواکونه غوښتنه وکړي دوی به مرستې ته ور ودانګي.

له جګړن ګرېفین څخه مې وپوښتل، سنګین ولسوالۍ ته چې د امنیت چارې یې په 2010 کال کې افغان حکومت ته وسپارل شوې حتی د سلاکارانو په توګه د برتانوي پوځیانو ستنېدل آیا دهېواد د امنیت په ټینګولو کې د افغان ځواکونو پر وړتیا د شک باعث نکېږي:

"نه، قطعا نه. د آیسف په چوکاټ کې د مشورتي کنډک ډله د افغان ځواکونو له کنډک سره له پخوا اړیکي لري. د افغان ځواکونو د ملاتړ د ژمنې له مخې زموږ ځینې قطعې په خاصو وختونو کې له خپل ټاکلي چوکاټ څخه بهر فعالیت کوي.

په دې مسئله کې هم موږ همداسې وکړل څو د روزنې او سلامشورو له لارې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو، البته د عملیاتو مشري هم دوی کوله."


د برتانیا دفاع وزارت پرون خبر ورکړ چې؛ پوځيان یې په سنګین ولسوالۍ کې دي څو له افغان امنیتي ځواکونو سره په پوځي عملیاتو کې مرسته وکړي.

د برتانیا دفاع وزارت وايي د سنګین په عملیاتو کې چې د اتو ورځو په مخه پلان شوي وو، نژدې دوه زره افغان سرتېرو برخه درلوده او هغه برتانوي پوځیان چې له دوی سره یې مرسته کوله اتیا تنه وو.