د روسیې یوه فضايي بېړۍ په فضا کې له نړېوال هوايي مرکز سره وصل شوه

د روسيي فضايي اداره وايي، د دې هېواد د موادو د لیږ یوه فضايي بیړۍ په فضا کې له نړیوال هوايي مرکز سره وصل شوې ده.

دغه فضايي بیړۍ شاوخوا ۶ ساعته وړاندې د قزاقستان د بایکنور له فضايي اډي څخه استول شوی وه.

د نړیوال فضايي مرکز کارکونکو له رسیدلي بیړۍ څخه د خوراکي موادو، د اوکسیجن د سامان الاتو ،سون موادو،او شخصي پارسلونو په کوزولو پیل کړی دی.