په تېرو اتو مياشتو کې په کويت کې د پارلمان د دوېيم ځلي انتخاباتو په بهير کې شيعه اقليت خپل تر نيمايي زيات سيټونه بايللي او ليبرالو زياتې څوکۍ ګټلې دي.
د پرونيو انتخاباتو نتايج چې نن د قضايي چارواکو له خوا خپاره شوي، ښيي چې شيعه کانديدانو د پارلمان په پنځوسو سيټونو کې يوازې اته سيټونه ګټلي دي. حال دا چې د تېر ډسمبر په انتخاباتو کې شيعه ګانو ١٧ سيټونه ګټلي وو.
تېره مياشت د محکمې د يوه حکم له مخې د مخکنيو انتخاباتو نتيجې باطلې اعلان شوې.
د کويت د اطلاعاتو وزارت وايي په پرونيو انتخاباتو کې د خلکو ګډون څه باندې ٥٢ فيصده و، حال دا چې د ډسمبر په انتخاباتو کې دغه اندازه ٤٠ فيصده وه.
شيعه ګان د کويت د ١ ملیون دوه لکه او دېرش زره اصلي نفوس ٣٠ فيصده جوړوي.