په لیبیا کې چارواکي وايي، د شنبې په ورځ تر زرو زیات بندیان له زندان څخه تښتیدلې دي. دا په داسې حال کې ده چې، د دې هېواد په بیلابیلو برخو کې اعتراض کوونکو د یو سیاسي ګوند په دفتر هجوم وروړی.
دا اعتراضونه په دې هیواد کې چې د وسله والو له خوا اداره کیږي او په وسلو کې ډوب دی د ناکراریو تازه نښې دي.
تر اوسه پورې دا روښانه نه ده چې؛ بن غازي ته نژدې د الکویفیه په نوم د دې زندان ماتېدل له دې مظاهرو سره تړاو لري کنه.
د شنبې په ورځ په لیبیا کې ډله ییز مظاهرې د هغه سیاسي فعال پر وژل کېدو د اعتراض په توګه وي؛ چې د لیبیا په اخوان المسلمین ډله کې د اسلام کارو سخت منتقد و.
امنیتي چارواکي وايي، بندیانو ورسته له هغې بلوا پیل کړې او ودانۍ ته یې اور واچوه چې؛ زندان ساتونکیو پر هغو درې بندیانو ډزې وکړې چې؛ د تښتیدو هڅه یې کوله.
کله چې په زندان کې د ګډوډۍ خبر خپور شو؛ نو وسله وال کسان له بهره زندان ته ور ورسیدل او د خپلو خپلوانو د خوشې کولو لپاره یې ډزې پیل کړې.