د انتخاباتو خپلواک کمیسون د رای ورکولو د کارټونو د ویشلو لړۍ ولسوالیو ته غځوي

د انتخاباتون خپلواک کمسیون وایی، چې سر له ننه به د رای ورکولو د کارټونو د ویش لړۍ په ولسوالیو کې هم پیل شي.

دغه کمیسیون له تیرو دوو میاشتو راهیسې د ولایتونو په مرکزونو کې د رایې ورکولو د نوم لیکنې پروسه پيل کړې ده.

ددې کمسیون د چارواکو په وینا د ولایتونو په مرکزونو کې تراوسه له یو لکو څخه ډيرو خلکو د راې ورکوني کارټونه اخیستي.

تمه ده چې د جمهوري ریاست او ولایتي شورا ګانو انتخابات د (۱۳۹۳) کال د وري یا حمل په ۱۶ نیټه وشي.