خليلزاد د افغانستان او امريکا ترمنځ د تړون پر نه لاسليک اندېښمن دى
زلمی خلیزاد، چې پخوا په افغانستان، عراق او ملګروملتو کې د امریکا سفیر و، په یوه لیکنه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون پر نه لاسلیکېدو اندېښنه ښکاره کړې ده.
خلیلزاد اوباما او حامد کرزي ته سپارښتنه کړې چې امنیتي تړون دي لاسلیک کړي او کنې افغانستان به د سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ د سیالۍ پر میدان بدل شي او امریکا به د القاعده پرضد د حملو له یوه مهمه مرکزه بې برخې شي.
عصمت څاروان دا مقاله، چې په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې خپره شوې، لوستې او غټ ټکي یې اوروي