نجیب الله الوخیل
په خوست کې په لوړ ولور د نجونو ودول هغه ستونزه ده، چې له اوږدو کالونو راهیسې په خپل قوت پاتې شوې او ډیر کله د کورنیو تر منځ د دوستۍ او خپلوۍ پر ځای يې اوږدې دښمنۍ رامنځته کړي دي.
په ودونو کې زیات لګښتونه او لوړ ولور په اوسني وخت کې مهمه ټولنیزه ستونزه بلل کیږي، چې له کبله یې ډیری کورنۍ په رواني او اقتصادي لحاظ صدمه ویني.
دا ټولنیزه مسله تر اوسه هم په لویه پکتیا او په ځانګړي ډول خوست ولایت کې په خپل قوت پاتې شوې او ډیری ځوانان اړ کیږي، چې د دې لګښتونو د پوره کولو لپاره خپل کور، کلی اوحتا هیواد پریږدي او په قانوني او قاچاقي لارو بهرنیو هیوادونو ته مسافر شي.
که څه هم پدې وروستیو کې د یو شمیر قومونو له خوا پدې اړه پریکړې وشوې، خو بیا هم دا ډول پریکړې په سمه توګه نه دي عملي شوي، د ودنو په مراسمو کې د بي ځایه لګښتونو او لوړ ولور د زیانونو په اړه د نظر خاوند محمد غفور مهیدي وايي:
((په افغاني ټولنه کې په ځانګړي ډول پښتنو سیمو کې د ولور ناوړه دود ، چې په ډیرو لوړو لګښتونو سره تر سره کیږي یوه ناوړه پدیده ده، د همدې لوړ قیمت له امله ډیرې فاجعې او ناوړه پيښې تر سره کیږي، نجونې خپل کورونه پریږدي، یا په خپلو کورونو زړیږي، له دې کبله چې مقابل لوری د هغې د ولور پیسې نه شي برابرولای.))
په سعودي عربستان کې یو تن مسافر محمد جلال حقیقت وايي، چې لوړ ولور د زوم او خسرګنۍ دواړه کورنیو لپاره ملاماتونکي دی او زیاتوي، چې دې کار ځوانان اړ کړي تر څو کور، کلی پریږدي اوپه هره ممکنه لاره ،چې وي په داخل او یا خارج کې دا پیسې پیدا کړي:
((دا ولور چې زموږ په ټولنه کې مروج دی، دا نه یوازې د زوم لپاره بلکې د خسرګنۍ لپاره هم ملا ماتونکی تمامیږي، په داسې حال کې چې نن ورځ په خوست کې ولور دې کچې ته رسیدلی، چې ځوانان مجبوریږي یوازې د ولور د ګټلو په نیت عربي هیوادونو ته سفر وکړي او څو کاله هلته پاتې شي.))
بل لوري ته اسدالله په نوم یو تن ځوان په دې اړه خپل نظر داسې وړاندې کوي:
((په نن سبا وخت کې دغریب لپاره واده کول خو ډیره ګرانه خبره ده، بلکې هغو کورنیو ته چې منځنۍ اقتصاد لري هغوی لپاره هم ستونزمنه ده، موږ دې ته ځوریږو، ځکه څومره پیسې چې په ولور ځي په هماغه اندازه په خوړه او د واده د مراسمو په لګښتونو هم راځي.))
په خوست کې په دې وروستیو کې د ولور لپاره په ځینو قومونو کې مشرانو او دیني عالمانو له خوا تړونونه شوي ول، دا چې نوموړي پریکړې څومره عملي شوي په اړه يې قومي مشر بادشاه سبحان وايي:
((په دې وروستیو کې زموږ په ځینو قومونو کې داسې اتفاق شوی وو، چې باید دښځو ولور کم وي او ښځې په بدیو کې ورنکړل شي، خو باید په ډیر تاسف سره ووایم چې په ډیریو قومونو کې هغه کیسې عملي نشوې، زما هیله د قومي مشرانو او دیني عالمانو څخه داده چې خپلې پریکړې عملي کړي.))
د ټولنیزو چارو کارپوه یوسف انتظار وایي، چې له ډیرې مودې راهیسې په افغانستان کې ،چې هر سیاسي نظام رامنځته شوی، په دې نه دی توانیدلی چې د دې نا سمې ټولنیزې پدیدې مخه ونیسي.
ښاغلی انتظار د دې مسلې بنیادي حل د هیواد په کچه د یوه منظم میکانیزم جوړول او د ټولنې د وګړو د اجتماعي شعور په لوړولو پورې تړلی بولي کوم ، چې د ټولنې مطرح قشرونه باید په کې ونډه واخلي :
(( زه فکر کوم له ډیرې مودې راهیسې زموږ په ټولنه کې هرډول نظامونه ،چې رامنځته شوي د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې نه دي توانیدلي، چې په اړه یې مثبت اقدام ترسره کړي، د دې حل په یوه جامع میکانیزم پورې تړلی دی او باید ورته په ذهني لحاظ کار وشي، همدارنګه که چیرې د خلکو سره په دې اړه سیاسي کار تر سره نه شي، د خلکو شعور کچه د دې ناوړه پدیدې په هکله لوړه نه شي، زه فکر کوم دې بدمرغه پدیدې به خپله لمن تر ډیر اوږده مهاله غځولي وي او موږ به د دې ناخوالو سره مخامخ یو.))
یاده دې وي، چې د خوست په یو شمیر سیمو کې لوړ ولور او د ودونو لوړ لګښتونه د دې سبب شوي، چې د ځینو کورنیو نجونې او هلکان سره په ګډه وتښتي او بالاخره مسلطو دودونو او رواجونو کورنۍ دې ته هم مجبورې کړي، چې د یو او بل هلک او جینۍ ووژني او دا حالت د دوی ترمنځ د تلپاتې دښمنۍ لامل شي.