اسپانیا وايي، د ټکر شوي اورګاډي له چلوونکې څخه یې رسمي تحقیقات پیل کړي

د اسپانیا پولیس وايي، د هغه اورګاډي له چلوونکې څخه یې رسمي تحقیقات پیل کړي چې؛ د چارشنبې په ورځ ټکر شو، اتیا کسان یې ووژل او یوسل او څلوېښت نور یې ټپیان کړل.

دا رېل له مادرید څخه د اېل فېرول خواته په حرکت کې و، چې؛ له خپلې اصلي پټلۍ واوښت. اسپانیايي چارواکې وايي چې؛ دا پېښه ډېره ټکر ته ورته ده نه یوې تروریستي حملې ته خو بیاهم د پېښې اصلي علت تراوسه معلوم نه دی او په دې اړه تحقیقات روان دي.

د اروپايي کمیسیون ویاند اولیوربېلي پرون د اسپانیا صدراعظم ته د دې پېښې په مناسبت د اروپايي کمیسیون د رییس خوزې مانویل بروسو د خواخوږۍ پیغام ولوست:

(په دې سخت حالت کې زه ځان د اسپانیا له خلکو سره ډېر نژدې احساسوم.

غواړم د خپل ځان او د اروپايي کمیسیون له خوا تاسو ته تسلیت او د پېښې له ټپیانو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي وړاندې کړم.)

د چارشنبې په ورځ له پېښې سمدستي وروسته د اسپانیا صدراعظم ماریانو راجوی Mariano Rajoy په هېواد کې درې ورځنی عمومي ماتم اعلان کړ.

راجوي پرون ګالېزیا ایالت ته چې؛ ټکر په کې شوی او بیا هغه روغتون ته چې؛ ټپیان په کې بستر دي ولاړ.
د سیمې ښاروال انجېل کوراس فرناندیز ویلي چې؛ چارواکو د پېښې له قربانیانو او ټپیانو سره د مرستې یو پلان برابر کړی. دا ټکر په تېرو اویا کلونو کې په اسپانیا کې د رېل د ټکر ترټولو خونړۍ پېښه وه.