افغان سرحدي پولیسو په تورخم کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ورانکاري ونیول

افغان سرحدي پولیس وايي، د تورخم په سرحد کې یې د یوې ښځې په ګډون څلور کسان په داسې حال کې ونیول چې؛ چاودېدونکې مواد او د تخریبي فعالیتونو لپاره نور وسایل ورسره وو.

د ختیځ زون د سرحدي پولیسو د قطعې درستیزوال محمدایوب حسین خېل وايي چې؛ دا کسان پرون سهار هغه مهال ونیول شول چې؛ له تورخم څخه ننګرهار ته ننوتل.

د حسین خېل به وینا له دې کسانو څخه همداراز مخابرې، اته میله وسلې او تبلیغاتي پاڼې ترلاسه شوې دي.

په ننګرهار کې د سرحدي پولیسو مسوول چارواکې وايي نیول شوي کسان به د نورو تحقیقاتو لپاره مسوولو ادارو ته وسپارل شي.