کندز: د ملي پولیسو او وسله والو په نښته کې یو پولیس او دوه وسلوال طالبان وژل شوي

د کندز امنیتي چارواکي وايي، د ملي پولیسو او وسله والو طالبانو په نښته کې دوه وسلوال طالبان او یو پولیس وژل شوي او دوه طالبان ټپيان دي.

د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند سیدسرور حسیني ازادۍ راډیو ته وویل دغه نښته نن د خان آباد ولسوالۍ وروسته له هغې وشوه چې وسلوالو طالبانو د پولیسو په یوې پوستې حمله وکړه.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددې نښتې په اړه څه نه دی ویلي.