د هسپانیا له شمال لویدیځه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې؛ له پټلۍ څخه د یو چټک اورګاډې د وتلو په پېښه کې لږ تر لږه ٦٠ کسان وژل شوي او ١٣١ تنه نور ټپيان دي.
د مړینو دا شمېر د چارشنبې په ورځ ناوخته د هسپانیا په ګالیڅه سیمه کې د چارواکو له خوا اعلان شو.
د هسپانیا دولتي تلویزون د چارشنبې په ماښام ددې پېښې ویډیویي تصویرونه وښودل. په تصویرونو کې د اورګاډې د سپرلیو ډبې چپه شوې ښکارې او لږ تر لږه یو د سپرلیو ډبه پرانیستې څرګندیږي چې دودونه ترې هوا ته پورته کیږي.
دا پښه د سنټیاګو ډي کمپوسټولا (Santiago de Compostola ) سټیشن ته نژدې د چټکو اورګاډو په یوه پټلۍ رامنځ ته شوې ده.
دا اورګاډی له مادرید څخه ایل فیرول (El Ferrol ) ښار ته روان وو.