افتخار: د کال تر پایه به د پانګه والو د ځمکې ستونزه هواره شي

د ایسا د ادارې مشر وفي الله افتخار د ازادی راډیو د خبریال اسدالله لودین پوښتنې ځوابوي.

د حقیقت څه دی، په دې پروګرام کې په کابل کې د ایسا د ادارې له مشر وفي الله افتخار سره د پانګونې په روان وضعیت، د صنعتي پارکونو په جوړولو او په دې برخه کې د ځینو ستونزو په اړه غږیدلي یو.

ښاغلی افتخار وایي چې؛ په تیرو شااوخوا دوو کلونو کې د پانګونې کچه زیاته شوې او ډیر بهرني پانګه وال لیواله دي چې؛ په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د ایسا د ادارې دغه چارواکي وایي، د کال تر پایه به په کابل کې د پانګه والو د ځمکې ستونزه هم هواره شي.

Your browser doesn’t support HTML5

حقیقت څه دی؟