نۍ: د اسد د میاشتې لومړې اونۍ دې د ټولنیزو رسنیو په نوم شي

مجیب خلوتګر


راپور: مرضیه احمدزۍ


په افغانستان کې د انټرنټي خدمتونو په پراخیدو سره خلک اوس د فیس بوک او ټویټر په ګډون له ټولنیزو رسنیو هم کار اخلي.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا (نۍ) د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړي چې؛ د اسد میاشتې لومړنۍ اونۍ دې رسما د ټولنیزو رسنیو د اونۍ په نوم کړي.

د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر د سې شنبې خبریالانو ته وویل چې؛ ژورنالستانو دا اونۍ تیرکال د ټولنیزو رسنیو په نوم کړې وه او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت باید دا اونۍ رسمي کړي:

"نن په افغانستان کې د ټولنیزو رسنیو د اونۍ لومړۍ ورځ وه، تیر کال د نۍ ادارې د نورو رسنیو په استازیتوب رسماً د افغانستان دولت او ملګرو ملتونو ته وړاندیز وکړ چې؛ دا اونۍ رسماً د ټولنیزو رسنیو په نوم کړي او په جنتري کې یې شامله کړي. نن د دې اونۍ لومړۍ ورځ ده.

د تولنیزو رسنیو ودې ته په پام سره موږ وغوښتل، چې د حکومت او خلکو ونده په دې برخه کې غښتلي کړو."


په هېواد کې له ازاد رسنیو څخه د ملاتړ اداره وايي چې؛ په افغانستان کې انټرنټي خدمات پراخ شوي او خلک له ټولنیزو رسنیو ګټه اخلي.

د دولتي او غیر دولتي ادارو یو شمېر کارونکي، محصلین او ځوانان او عام خلک د فیس بوک، ټویټر په ګډون له ټولنیزو رسنیو کار اخلي.

دا چې؛ د نورو رسنیو په پرتله خلک په ټولنیزو رسنیو کې د نظر د څرګندونو ډیره ازادي او امکانات لري، په افغانستان ددې رسنیو د کارولو په اړه بیلابیل نظرونه موجود دي.

ځیني ژورنالستان هم وايي چې؛ ټولنیزو رسنیو ېې په کار کې اسانتیاوې برابرې کړي په اساني سره په کې معلوماتو له خلکو سره شریکولای شي.

خو داسې انتقادونه هم کیږي چې؛ ځینې ځوانان له ټولنیزو رسنیو په خاصه توګه فیس بوک څخه نامناسبه ګټه اخلي او حتی ټولنیز اخلاق پکې تر پښو لاندې کوي:

"وارث حسرت یم ازاد ژورنالست، له بده مرغه په افغانستان کې فیسبوک څخه ناوړه ګته پورته کیږي او په دقیق ډول په فیسبوک کې قومونو ته سپکاوي کیږي، شخصیتونو ته کنځلې کیږي، چې دا نه انساني او نه هم ژونالستیکی میعار دی."

د ټولنیزو رسنیو د اونۍ د رسمي کیدو په اړه د ژورنالستانو د غوښتنې په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وايي چې؛ دا غوښتنه باید په لیکلي بڼه رسما له دوي څخه وشي.

د دې وزارت سلاکار جلال نوراني ازادي راډیو ته وویل چې؛ له هغې وروسته به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې اړه پریکړه وکړي.

د بیان ازادي او د رسنیو فعالیت په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان له لویو لاسته راوړنوڅخه بلل کیږي.