پوهنې وزارت: په خوست کې د کرنې د لیسې د جوړولو کار پیل شوی

د افغانستان د پوهنې وزارت وایي، چې په خوست ولایت کې د کرنې د لیسې د جوړولو کار پیل شوی.

دې وزارت نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د کرني لیسه به په راتلوونکو شپږو میاشتو کې د نژدې 14 میلیونه افغانیو په ارزښت جوړه شي، چې دغه لګښت نړیوال بانک ورکوي.

د پوهنې وزارت وايي، د دې لیسې ودانۍ دوه پوړه ده او 16 درسي ټولګی لري.