د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایدن له هندي چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړي.
ښاغلی بایدن پرون هند ته ورسید او په خپل څلور ورځني سفر کې به د صدراعظم من موهن سنګ په ګډون له لوړ رتبه هندي چارواکو سره وګوري.
هند تر اوسه له افغانستان سره د څه باندې دوو ملیاردو ډالرو مرسته کړې او د دې هیواد په سیاسي وضعیت کې هم د سیمې له عمده لوبغاړو بلل کیږي.
رپوټونه وايي چې د هند حکومت اندیښنه لري چې ښايي په ۲۰۱۴ کال کې له دې هیواده د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته وسله وال طالبان یو وار بیا قدرت ته ورسیږي.
د ولسمشر اوباما مرستیال به په دې سفر کې هڅه وکړي چې له دي امله موجودې اندیښنې کمې کړي او په سیمه کې د پانګونې لپاره د امکاناتو پر زیاتوالي تمرکز وکړي.
بايډن به هند ته د خپل څلور ورځني سفر په ترځ کې د بهرنیوچارو له وزیر حمید انصاري سره وکتل او وروسته به له صدراعظم من موهن سنګ او جمهور ریس پرناب مکهرجي سره ګوري.
سره له دې چې تیره میاشت د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکرو د پيل پلان ناکام شو ، افغانستان ته د وسله والو طالبانو د بیا ستنیدو امکان په هند کې د زیاتو خلکو لپاره د انديښنې وړ خبره ده .
هندي رهبران داسې ویره لري چې تر ۲۰۱۴کال وروسته له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به پاکستان ډيره ګټه وکړي.
په واشنګټن کې د سیمې د چارو څيرونکې سیما سیروهي نن د ټایمز اف اینډيا ورځپاڼې ته په یوه مقاله کې لیکلي چې په نوي ډيلي کې دا احساس په زیاتیدو دی چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو په وتلو کې د پاکستان ګټه ده،میرمن سیروهي ویلي:
"اوس باید له افغانستانه د ځواکونو د وتلود پلان اصلي ملاتړ کونکی جو بایډن باید دا توضیح کړي چې ولې یې د کابل کیلي پاکستاني جنرالانو ته په لاس ورکړې ده."
د سیمه يیزو چارو دې څيړونکې د ټایمز اف اینډيا په مقاله کې لیکلي چې ښايي امریکا پر حقیقت سترګې پټولای شي خو جو بایدن باید وپوهیږي چې د هند لپاره داسې سترګې پټول امکان نه لري .
د امریکا د ولسمشر مرستیال هند ته تر سفر مخکې ویلي وو چې طالبان که چیرې له تشدد څخه لاس واخلي د افغانستان په سیاسي پروسه کې برخه اخیستلای شي.
جو بایډن د (ټایمزاف اینډيا) ورځپاڼې ته وویل چې؛ د امریکا هدف تر افغانانو ترمنځ د خبرو پیل دی څو تشدد پای ته ورسوي، پرمختګ وکړي او د خپل هېواد په بیا رغونه پيل وکړي.
هند او امریکا د سیاسي مسایلو ترڅنګ پراخې اقتصادی اړیکې هم لري.
د دواړو ترمنځ سوداګري سږکال څه باندې سل ملیارد ډالرو ته رسیږي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال به د هند ستر تجارتي ښار مبمی ته ولاړ شي او په یوه لویه اقتصادي غونډه کې به وینا وکړي.
په نوي ډیلي کې خپریدونکې ورځپاڼه (هندو) وايي چې؛ جو بایدن په داسې وخت کې هند ته تللی چې د امریکا او هند روابط تر بل هر وخت خواږه شوي دي.
د هند صدراعظم من موهن سنګ په وروستیو کې یو لړ اصلاحات راوستل چې پر اساس یې د هند اقتصادي مارکیټ د بهرنیو پانګوالو لپاره پرانیستل شو او د امریکا متحدو ایالاتو یې هرکلی وکړ.