ولسي جرګه: کرزی دې د مجتبی پتنګ د سلب اعتماد کیدو پریکړه عملي کړي

د افغانستان ولسي جرګه له ولسمشر حامد کرزي څخه غواړي، چې د کورنیو چارو له خوا د کورنیو چارو د وزیر مجتبی پتنګ د سلب اعتماد کیدو پریکړه عملي کړي.

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان نن ازادۍ راډیو ته وویل، چي ولسمشر باید افغانستان اساسي قانون مراعت کړي او نوی کس د کورنیو چارو د وزیر په توګه دې جرګې ته ور معرفي کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر جنرال مجتبی پتنګ پرون د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحیت سو خو افغان ولسمشر د ولسي جرګې دغه پرېکړه ستري محکمې ته وسپارله.

ارګ ماڼۍ وايي تر څو چې ستره محکمه په دې اړه پرېکړه کوي، مجتبی پتنګ به د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه کار کوي.