د پاکستان د صدراعظم سلاکار په کابل کې

Your browser doesn’t support HTML5

د پاکستان د صدراعظم سلاکار "سرتاج عزیز" کابل ته راورسید د ملي امنیت او بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز کابل ته راورسید. دا د مې په میاشت کې د پاکستان له پارلماني انتخاباتو وروسته، چې په نتیجه کې یې د نوازشریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند واک ته ورسېد؛ افغانستان ته د پاکستان د نوي حکومت د یوه جګپوړي چارواکي لومړنی سفر دی. د افغانستان د سولې پروسه او جمهور رییس حامد کرزي ته د اسلام اباد د سفر بلنه هغه مهم مسایل دي چې؛ پاکستانیو چارواکو ویلي، چې سرتاج عزیز به یې په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.