خو ټول خلک بیا په روژه کې خفګان او خوابدي نه کوي ځکه پوهیږي چې؛ خدای پاک په دې کار خفه کیږي، روژه او عبادت یې نه قبلیږي.
دیني عالم محمدیاسین نه مو هم په روژه کې د شخړو په هکله پوښتلي هغه وایي چې؛ روژه یوازې په نه خوړلو او نه څښلو سره نه قبلیږي بلکې ځان ته خپل خاص شرایط لري چې هغه باید عملي شي.
ځینې نارینه چې بیرون جنګ وکړي بیا چې کله کورته هم راشي له بچو او میرمنې سره سم چلند نه کوي حق ناحق په قهر کیږي او د کورنۍ په غړو لاس پورته کوي.
د کابل اوسیدونکې مریم بیا وایي چې؛ د کورنۍ نارینه یي بیا برعکس د نورو ورځو په روژه کې ډیره حوصله کوي، د پیشلمي لپاره ډول ډول خواړه نه غواړي بل که کوم وخت کتغ مزه دار هم نه وي څه نه وایي.
دیني عالم محمد یاسین هم وایي چې؛ خدای په هغو کسانو په قهر کیږي چې؛ په نورو ظلم کوي هغه که ښځې وي که ماشومان یا هم له کورنه بهر نور کسان.