امریکا د حزب الله د سیاسي څانګې په اړه د اروپايي ټولنې د پرېکړې هرکلی وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اروپايي اتحادیې د دې پریکړې هرکلی وکړ چې؛ د حزب الله سیاسي څانګه یې د تروریستي سازمانونو په ډله کې شامله کړه.

د اروپايي اتحادیې د اته ویشت غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په بروکسل کې تر غونډې وروسته خپله دا پریکړه اعلان کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې "جین ساکي" پرون په دې اړه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:

"موږ د دې مهم ګام اخیستلو په خاطر اروپايي اتحادیه ستاییو چې؛ د حزب الله پوځي څانګه یې په تروریستي سازمانونو کې حساب کړه. دا حزب الله ته پياوړي پيغام ورکوي چې؛ په معافیت کې فعالیت نه شي کولای او د فعالیتونه یې عواقب لري. دا به په اروپا کې د حزب الله پر ازادانه فعالیت ستر اغیز ولري."

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې وویل چې؛ د دوی لپاره د حزب الله په څانګو کې فرق نه شته ځکه هغوی ټولې له یوه ځایه مالي ملاتړ؛ غړي او قومانده تر لاسه کوي.