نظر او عابد په وړه خبره سره ونښتل

Your browser doesn’t support HTML5

روژه د عبادتونو او د ګناهونو د پاکولو میاشت ده، په دې مبارکه میاشت کې باید خلک له صبر او زغم څخه کار واخلي؛ خو ځیني داسې کسان دي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې خپل صبر او زغم له لاسه ورکوي او جنګ کوي. د نظر او عابد په نامه دوه ځوانان چې په کابل ښار کې بادام خرڅوي د خلکو په اصطلاح روژې پسې اخیستي دي، سره له دې چې دوی ښه ملګري دي، خو په یوې وړې خبرې سره ونښتل، خو د لارویانو له خوا بېرته خلاص شول.