د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارټین ډیمپسي وايي چې؛ د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون به په لنډ وخت کې لاسلیک شي. جنرال ډیمپسي پرون په کابل کې له ولسمشر کرزي سره تر کتلو وروسته خبري کنفرانس کې وویل:
"زه اوس تر هغه زیات خوشبین یم چې؛ دلته تر راتګ مخکې وم او فکر کوم چې، دا مساله حل کولای شو او په نږدې راتلونکي کې به دوه اړخیز امنیتي تړون ولرو."
مارتین ډیمپسي د واشنګټن او کابل ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک لپاره د اکټوبر میاشت غوره وبلله.
د جمهور رییس حامد کرزي مطبوعاتي دفتر هم په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې؛ کابل په اصولو کې د امنیتي تړون لاسلیک ته تیار دی.