د اردن پاچا عبدالله د مصر له موقت ولسمشر عدلي منصور سره وکتل

د اردن پاچا عبدالله پرون د مصر له موقت ولسمشر عدلي منصور سره وکتل.

په مصر کې د جولای د درېیمې نېټې له کودتا وروسته دا لومړی ځل دی چې؛ د اردن یو دولتي مقام قاهرې ته ځي.

په دې کتنه کې د مصر د موقت حکومت مرستیال محمدالبرادعي، د وسله والو ځواکونو لوی درستیز او نورو چارواکي هم حاضر وو.

د محمدمرسي له لېرې کېدو وروسته د اردن پاچا لومړنی رهبر و؛ چې مصریانو ته یې د نوي نظام مبارکي وویله. اردن هم د اخوان المسلمین د یوې ډلې له خوا له ستونزو سره مخامخ دی.