په کندز کې پر "اېچ. ای. وي" ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹ ته ورسېد

چارواکي وايي، په کندز ولایت کې پر "اېچ. آی. وي" ناروغۍ اخته کسانو شمېر ۹ تنو ته رسېږي.

په کندز ولایت د ایډز ناروغۍ د کنټرول د کلینیک مسوول ډاکټر عبدالظاهر آزادي راډیو ته وویل چې؛ اکثره دا ناروغان له بهرنیو هیوادونو ستانه شوي کسان دي.

نوموړي وویل چې، په ۲۰۱۱ میلادې کال کې په ټول هېواد کې د "اېچ. ای. وي" ۱۱۵۰ پېښې ثبت شوې وې؛ خو په ۲۰۱۲ کال کې دغه شمېره ۱۲۶۸ پیښوته رسیدلې وه.